۱: مجازات او د مجازاتو هدف:
مجازات هغه سزا ده چې د ټولنی د مصلحت
لپاره د قانون ګذار(شارع) د دستور د نافرمانی په اساس پیشبیني شوی دي .د بشر د حال
اصلاح، د جهالت او نا پوهې څخه د انسانانو د را ویستلو او د انسانانو د ګمراهي او
په ګناهونو کې د اخته کیدو څخه د مخنیوی، دالله تعلی بنده ګې ته د انسانانو راضی
کول د مجازاتو هدف دی، الله تعالی پر انسانانو پیغمبر ندی مسلط کړی تر څو پر دوي ځان
لوې وبولي الله تعالی فرمای : ته پر دیو
باندی توانا او مسلط نه یی (غاشیه،۲۲) او ته پرخلکو مسلط او لوی نه یی(ق،۴۵). بلکی
هغه یی د عالمیانو لپاره رحمت رالیږلی دی(وما ارسلناک الا رحمت
للعالمین)[انبیاء،۱۰۷].پس الله تعالی خلکو ته دین د رسولانو سره راولیږلوتر څو د
هغوی په لارښونه خلکو ته لارښونه وکړي او د لارښونو د مخالفت په صورت یی ورته جزا
ټاکلی ده، تر څو خلک د هغه څه په مقابل کې چې مینه ورسره نلري تر هغی چې د هغوی په
ګټه وي راضي کړي او هغه ځه چې مینه ورسره لري که باعث د فساد او تباهي ګرځي تری
منع کړي.
په نتیجه کې مجازات د افرادو اصلاح،د
ټولنی حمایی او دټولنی د نظم برقرار ساتلو لپاره پیشبیني شوی دي، الله تعالی د
انسانانو د لارښونی لپاره احکام مقرر کړي دي او امر یی کړی دی تر څو د دی احکامو
اطاعت وکړي ، الله تعالی د یو ګناهګار د ګناه څخه اګر که ټول عالمیان اوسي زیان نه
ګوري او د اطاعت او فرمان برداری نه یی
څوک ګټه نه وړي.[1]
No comments:
Post a Comment