موضوع: د دری ګونو محکمو تاریخی سیر
سید عزت الله ولد وزیرسید
لارښود استاد پوهنوال دوکتور مصطفی (نیازی)
سريزه
الحمد لله رب العالمین،
والصلا هٔ و سلام علی سید المرسلین اما بعد فاعوذ بالله من الشیطن الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم .
قال الله تبارک وتعالي في القرآن المجيد (وان حکمت فاحکم بینهم
بالقسط ان الله یحب المقسطین
ژباړه: او که فیصله کوې نو
دعدالت په اساس یې وکړه،چې الله تعالی عدالت کوونکي خوښوي.
که چيرې مونږ د قرانکريم پورتني مبارک ايات کريمه ته متوجه شو، نو په روښانه ډول معلوميږي، چې الله تعالي مومنانو ته په
عدالت سره دفیصلی کولو حکم کړی، او داسلام مبارک دین بیدون د کوم چا
قوم،جنس،نژاد،او رنګ په پام کی د نه نیولو په اصل سره عمومی حکم د عدل کوی .
خو داچه انسان له یو
پلوه حریس او له بله پلوه نشی کولای چه خپل احتیاجات په یواځی ځان سره سرته ورسوی
اړ دی چی د ټولنی د مختلیفو طبقو سره تګ راتګ وکړی او معاملات سرته ورسوی نو همغه
دی چی د نفس د غوښتنی د تاثیر لاندی راځی او د جرایمو مرتکب کیږی چی بیا ورته د
جرایمو د ارتکاب په صورت کی جزاوی او اجتماعی عکس العملونه پیشبینی شوی دی .
نو همدا ده چی ضرورت
پیدا کیږی چه داسی یوه اداری دی موجوده وی چه داصولو په نظر کی نیولو سره د جرم
مقابل کی مویدات په مجرم باندی تطبیق کړی،تر څو له یوی خوا مجرم اصلاح او له بل
پلوه ټولنه کی اجتما عی عدالت ته د عمل جامه ورواغوستل شی.
هغه
ارګان د قضا عالی ارګان دی چی په ټولو انسانی ټولنو کی شتون لری او د ټولنی
داجتماعی نظم د برقرارساتلو په پار هلی ځلی کوی، چه مونږ به دا موضوع چه د عالی
قدر استاد لخوا د صنفی موضوع په حیث راسپارل شوی ده په خورا ارزښتناکه شکل تر
څیړنی لاندی ونیسم .
دموضوع اهميت :
داچه نن ورځ د اکثره هیوادونو محاکماتی
سیستمونه ددری ګونو پړاونو لرونکی دی (ابتدایه،استیناف،تمیز) نو دهمدی کبله ده چه
داموضوع خاص اهمیت لری چه ددری ګونو محکمو اصل دکوم وخت نه راپیل، او په ابتدایی وختونو کی یی کوم شکل درلوده او نن ورځ یی ځانته کومه بڼه
اختیار کړی ده داموضوعات د خاص اهمیت څخه برخمن دی چی په خپل دی تحقیق کی به یی
انشا الله څرګند ه کړو.
دموضوع داختيار
لاملونه:
داچه ولی می داموضوع انتخاب کړه ،یو خو د قدرمن استاد لخوا راته صنفی موضوع
د همدی ( ددری ګونو محکمو تاریخی سیر) تر عنوان لاندی راسپارل شوی وه له بله پلوه
می لازم وبلله چه ددی موضوع په مطالعی سره حد اقل لوستونکی په دی پوح شی چه ددری
ګونو محکمو اصل له کوم ځایه سرچینه اخیستی ده او کوم مراحل یی طی کړی دی .
دموضوع اهداف :
هره ليکنه
د علم په ډګر کي ځانګړي ځاي او
موقف لري ،او حد اقل په لوستلو ارزي، نو
په همدي خاطر دا موضوع چي (ددری ګونو محکمو تاریخی سیر) تر سرليک لاندي ليکل شوی،
دغه موضوع چي مخکي کومه خاصه او ځانکړي ليکنه نده پري شوي.
دی موضوع
کي د محکمو په رول او اهميت
چي موږ په ټولنه کی ژوند کو او د
ټولنيز عرف مطابق ضرورت پیدا کیږی چه د دعوی څخه دراولاړی شوی منازعی د حل په مورد سالم
قضات په عدالت استواره فیصله وکړی تر څ هغه عداوت چه د طرفینو ترمنځ راولاړ شوی
بیرته په ورورګلوی بدل کړای شی.
دليکنې تګلاره :
ددغې موضوع د څيړنې او وضاحت لپاره هڅه شوې ده چې د بیلابیلو علمي کتابونو، علمي ليکنو، په واقيعتونو او حقايقو باندي ولاړو منابعو، نويو علمي رسالو او څه ناڅه انترنيټي ويبپاڼوڅخه استفاده شوي وي. د موضوع په ليکنه کې دا هڅه هم شوې ده چې اړونده منابع، د موضوع منځپانګې ته په کتو سره په لمنليک (پاورقي) کې وليکل شي او همدارنګه د ليکنې په وروستۍ برخه کې ټول منابع د هغو د مؤلفينو د نومونو په اساس په شماره وار ډول هم ذکر شوي دي.
دليکنې پلان:
دری ګونو محکمو تاریخی سیر
موضوع مو په لاندی ډول تقسیم بندی کړی ده
لمړی فصل : دمحکمو پیژندنه
-- ۱
مبحث: د دمحکمو په هکله عمومی معلومات.
لمړی مطلب: دمحکمو معنی او مفهوم.
دوهم مطلب :دمحکمو ارکان.
دریم مطلب: دمحکمو اوقضا درواوالی دلایل
--۲ مبحث:د محکمو تاریخی سیر
لمړی مطلب:د محکمو تاریخی سیر.
دوهم مطلب: په پخوانیو ادیانو کی د قضا اومحکمو ډول
دریم مطلب: دجاهلیت په زمانه کی د قضا او محکمو ډول
څلورم مطلب: د اسلام مبارک دین دظهور څخه وروسته د محکمو ډول
-- تبصره. ددری ګونو محکمو نشاط
مخکينيو ليکنوته لنډه کتنه :
د دغې موضوع په هکله مو کومه داسی لیکنه پیدا نه کړه چه په پښتو ژبه لیکل شوی وی او
استفاده مو تری کړای وای اکثره لیکنی په نورو ژبو وی چه ورڅخه ګټه پورته کول راته
دومره اسانه نه وو،او که شوې هم ده ناچيزه او روښانه ډول نه ده چې لوستونکي يې په اسانۍ سره ومومي او مطالعه يې کړي، او د لوستونکې اړتیاوی مکمل کړی.
د موضوع په هکله کليدي پوښتنې:
په دې برخه کې د موضوع په هکله ځينې پوښتنې مطرح کیږي چې، شايد درانه لوستونکي او خاصتا د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او همدارنګه د شرعياتو پوهنځي ګران محصلين به ورسره مخ شوي هم وي، ولې تر اوسه پورې به يې په ځوابولو باندی هغسی چه اړتیا ده نه به وی توانیدلی، تر څو دقيق او په تول پوره ځواب ومومي.
No comments:
Post a Comment