د نړیوالي معاهدي تعریف او ځانګړتیاوي
د نړیوالي معاهدي څخه په پراخه معنی سره هدف
دا دی چې د دو یا دې نه زیاتو نړیوالو قانوني اشخاصو ترمنځ توافق رامنخته شي او هم
د نړیوال قانون مطابق ځانګړي قانوني پایلي رامنځته کړي[1].
خو د معاهدي څخه مقصد نړیوال هغه اتفاق دی
چې د هیوادونو تر منځ د لیکنې په صیغې سره رامنځته کیږي او نړیوال قانون يې
تنظیموي برابره خبره ده که د یوې وثیقې متضمنه وي یا دوه وي او یا هم ددې څخه
زیاتي وي.
د
وضعي قوانینو په خلاف په اسلامي فقه کې قانوني قاعده د دین له قواعدو څخه شمیرله
کیږي، هغه چې له یو شمیر دغسي قواعدو څخه اسلامي تشریع تشکیلیږي، کوم چې د
هغه الزامي صفت بڼه خپلوي چې رعایت يې د
الله پاک د رضایت لاسته راوړلو پخاطر واجب دی، داچې اسلام د کائنانو، انسانانو، او
دنیوي او اخروي ژوند لپاره شامل او کامل نظام دی، نو په همدې بنیاد په دولت باندې
پدې ترکیز کوي چې الهي احکام تطبیق کړي ترڅو د فرد او ټولني ژوند په عقیدوي، اخلاقي،
سیاسي، اداري د قوت استعمالولو بیلابیلو اړیکو چاري په سالمه توګه تنظیم کړي شي.
پدې
اعتبار چې اسلام کله د دولت تآسیس په خاصو مواصفاتو سره کوي هغه لدې کبله چې د
الله پاک د حدودو احترام وشي ځکه هغه ذات د نورو کائناتو د پیدايښت ترڅنګ سیاسي
کیانت هم پیدا کړیدی، او دا پداسي اساساتو ولاړ دی چې نور پرې ندي ولاړ، پدې معنی
چې نور هیوادونه به د اسلامي هیواد سره یا په مصالحو کې شریک وي یا به ورڅخه جلا
وي، او هم به د نورو هیوادونو سره مؤثري او متأثري اړیکي لري، نو کله چې اصل په
اړیکو کې سوله وي نو معاهدات به یا د جنګ ختمولو پخاطر وي ترڅو بیرته سوله په
دایمي توګه قایمه شي، او یا به د سولي د تثبیت او ټینګښت په خاطر وي ترڅو ددې څخه
وروسته د تجاوز احتمال پاتي نشي، مګر هغه مهال چې تړون مات کړي[2].
د
پیړيو پیړیو راهیسي اسلامي دولت د غیر اسلامي دولت سره بیلابیلي معاهدي او
میثاقونه لاسلیک کړيدي او دغه معاهدات د ګڼ شمیر قواعدو، شرایطو، مبادئو او
التزاماتو متضمني وي، چې دغي کړني نړیوال قانون ته ستره ترقي ور په برخه کړه.
دقانون له انده دمیثاقونواومعاهداتوتعریف:
ځيني وایې: د نړیوالي معاهدي تعریف داسي دی:
(هغه لیکلی اتفاق دی چې د نړیوالو قانوني اشخاصو ترمنځ لدي کبله رامنځته کیږي چې د
نړیوال عام قانون د قواعدو مطابق ځانګړي قانوني پایلي منځته راوړي)[3] .
یو شمیر نوور قانونو پوهانو بیا داسي تعریف
کړیدی: (عبارت له هغه اتفاق څخه دی چې لورې یې هیوادونه یا نړیوال قانوني هغه
اشخاص وي چې د معاهداتو د لاسلیکولو اهلیت ولري، اتفاق به د قانوني حقوقو او
التزاماتو متضمن وي، دا رنګه واجب ده چې موضوع به يې د هغو اړیکو ټینګول وي چې
نړیوال قانوني یې فیصلي کوي)[4].
د
اسلامي فقهې له انده د میثاقونو او معاهداتو تعریف
معاهدات
عبارت له هغو میثاقونو، تعهداتو او اتفاقیاتو څخه دي چې اسلامي هیواد يې د غیر
اسلامي هیوادونو سره د جنګ او سولي په حالت کي امضاء کوي، د جنګ په حالت کې معاهدي
ته موادعه، مصالحه او مسالمه ویل کیږي، چې ددې په مقتضی سره د جنګ پريښودل او سوله
منځته راځي الله تعالی فرمايې: (وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْـمِ فَاجْنَحْ
لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ} [الأنفال:61)
ژباړه: او اي پیغبيره که دښمن د روغي جوړي خوا ته
میلان ولري نو ته هم د هغي لپاره تیار اوسه او په الله باندي توکل وکړه.
[1] محمد یوسف علوان، نړیوال عام قانون
سریزه، چاپ۳ دار وایل اردن کال ۲۰۰۳ اردن مخ ۱۱۳.
[2] محمد أبو
زهرة: العلاقات الدولية في الإسلام مخ 79
[3] احمد اسکندري او محمد ناصر بوغزاله،
محاضرات په نړیوال عام قانون کې کال ۱۹۹۸ قاهره مخ ۹۶.
[4] عبد الكريم علوان : الوسيط په نړیوال قانون کې چاپ ۴ دار
الثقافه للنشر والتوزیع کال ۲۰۰۹ اردن مخ ۲۵۹
No comments:
Post a Comment