Thursday, 26 May 2022

International Contracts in The Eye Of Isalam And International Law نړیوالی معاهدی دا سلام او نړیوالو قوانینو له انده

 

د نړیوالي معاهدي تعریف او ځانګړتیاوي

د نړیوالي معاهدي څخه په پراخه معنی سره هدف دا دی چې د دو یا دې نه زیاتو نړیوالو قانوني اشخاصو ترمنځ توافق رامنخته شي او هم د نړیوال قانون مطابق ځانګړي قانوني پایلي رامنځته کړي[1].

خو د معاهدي څخه مقصد نړیوال هغه اتفاق دی چې د هیوادونو تر منځ د لیکنې په صیغې سره رامنځته کیږي او نړیوال قانون يې تنظیموي برابره خبره ده که د یوې وثیقې متضمنه وي یا دوه وي او یا هم ددې څخه زیاتي وي.

د وضعي قوانینو په خلاف په اسلامي فقه کې قانوني قاعده د دین له قواعدو څخه شمیرله کیږي، هغه چې له یو شمیر دغسي قواعدو څخه اسلامي تشریع تشکیلیږي، کوم چې د هغه  الزامي صفت بڼه خپلوي چې رعایت يې د الله پاک د رضایت لاسته راوړلو پخاطر واجب دی، داچې اسلام د کائنانو، انسانانو، او دنیوي او اخروي ژوند لپاره شامل او کامل نظام دی، نو په همدې بنیاد په دولت باندې پدې ترکیز کوي چې الهي احکام تطبیق  کړي  ترڅو د فرد او ټولني ژوند په عقیدوي، اخلاقي، سیاسي، اداري د قوت استعمالولو بیلابیلو اړیکو چاري په سالمه توګه تنظیم کړي شي.

پدې اعتبار چې اسلام کله د دولت تآسیس په خاصو مواصفاتو سره کوي هغه لدې کبله چې د الله پاک د حدودو احترام وشي ځکه هغه ذات د نورو کائناتو د پیدايښت ترڅنګ سیاسي کیانت هم پیدا کړیدی، او دا پداسي اساساتو ولاړ دی چې نور پرې ندي ولاړ، پدې معنی چې نور هیوادونه به د اسلامي هیواد سره یا په مصالحو کې شریک وي یا به ورڅخه جلا وي، او هم به د نورو هیوادونو سره مؤثري او متأثري اړیکي لري، نو کله چې اصل په اړیکو کې سوله وي نو معاهدات به یا د جنګ ختمولو پخاطر وي ترڅو بیرته سوله په دایمي توګه قایمه شي، او یا به د سولي د تثبیت او ټینګښت په خاطر وي ترڅو ددې څخه وروسته د تجاوز احتمال پاتي نشي، مګر هغه مهال چې تړون مات کړي[2].

د پیړيو پیړیو راهیسي اسلامي دولت د غیر اسلامي دولت سره بیلابیلي معاهدي او میثاقونه لاسلیک کړيدي او دغه معاهدات د ګڼ شمیر قواعدو، شرایطو، مبادئو او التزاماتو متضمني وي، چې دغي کړني نړیوال قانون ته ستره ترقي ور په برخه کړه.

دقانون له انده دمیثاقونواومعاهداتوتعریف:

ځيني وایې: د نړیوالي معاهدي تعریف داسي دی: (هغه لیکلی اتفاق دی چې د نړیوالو قانوني اشخاصو ترمنځ لدي کبله رامنځته کیږي چې د نړیوال عام قانون د قواعدو مطابق ځانګړي قانوني پایلي منځته راوړي)[3] .

یو شمیر نوور قانونو پوهانو بیا داسي تعریف کړیدی: (عبارت له هغه اتفاق څخه دی چې لورې یې هیوادونه یا نړیوال قانوني هغه اشخاص وي چې د معاهداتو د لاسلیکولو اهلیت ولري، اتفاق به د قانوني حقوقو او التزاماتو متضمن وي، دا رنګه واجب ده چې موضوع به يې د هغو اړیکو ټینګول وي چې نړیوال قانوني یې فیصلي کوي)[4].

د اسلامي فقهې له انده د میثاقونو او معاهداتو تعریف

معاهدات عبارت له هغو میثاقونو، تعهداتو او اتفاقیاتو څخه دي چې اسلامي هیواد يې د غیر اسلامي هیوادونو سره د جنګ او سولي په حالت کي امضاء کوي، د جنګ په حالت کې معاهدي ته موادعه، مصالحه او مسالمه ویل کیږي، چې ددې په مقتضی سره د جنګ پريښودل او سوله منځته راځي الله تعالی فرمايې: (وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْـمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ} [الأنفال:61)

ژباړه: او اي پیغبيره که دښمن د روغي جوړي خوا ته میلان ولري نو ته هم د هغي لپاره تیار اوسه او په الله باندي توکل وکړه.



[1]                      محمد یوسف علوان، نړیوال عام قانون سریزه، چاپ۳ دار وایل اردن کال ۲۰۰۳ اردن مخ ۱۱۳.

[2]              محمد أبو زهرة: العلاقات الدولية في الإسلام مخ 79

[3]              احمد اسکندري او محمد ناصر بوغزاله، محاضرات په نړیوال عام قانون کې کال ۱۹۹۸ قاهره مخ ۹۶.

[4]              عبد الكريم علوان : الوسيط په نړیوال قانون کې چاپ ۴ دار الثقافه للنشر والتوزیع کال ۲۰۰۹ اردن مخ ۲۵۹

مجازات ،اهداف یی Penalties and its Goals

 

۱: مجازات او د مجازاتو هدف:

مجازات هغه سزا ده چې د ټولنی د مصلحت لپاره د قانون ګذار(شارع) د دستور د نافرمانی په اساس پیشبیني شوی دي .د بشر د حال اصلاح، د جهالت او نا پوهې څخه د انسانانو د را ویستلو او د انسانانو د ګمراهي او په ګناهونو کې د اخته کیدو څخه د مخنیوی، دالله تعلی بنده ګې ته د انسانانو راضی کول د مجازاتو هدف دی، الله تعالی پر انسانانو پیغمبر ندی مسلط کړی تر څو پر دوي ځان لوې وبولي  الله تعالی فرمای : ته پر دیو باندی توانا او مسلط نه یی (غاشیه،۲۲) او ته پرخلکو مسلط او لوی نه یی(ق،۴۵). بلکی هغه یی د عالمیانو لپاره رحمت رالیږلی دی(وما ارسلناک الا رحمت للعالمین)[انبیاء،۱۰۷].پس الله تعالی خلکو ته دین د رسولانو سره راولیږلوتر څو د هغوی په لارښونه خلکو ته لارښونه وکړي او د لارښونو د مخالفت په صورت یی ورته جزا ټاکلی ده، تر څو خلک د هغه څه په مقابل کې چې مینه ورسره نلري تر هغی چې د هغوی په ګټه وي راضي کړي او هغه ځه چې مینه ورسره لري که باعث د فساد او تباهي ګرځي تری منع کړي.

په نتیجه کې مجازات د افرادو اصلاح،د ټولنی حمایی او دټولنی د نظم برقرار ساتلو لپاره پیشبیني شوی دي، الله تعالی د انسانانو د لارښونی لپاره احکام مقرر کړي دي او امر یی کړی دی تر څو د دی احکامو اطاعت وکړي ، الله تعالی د یو ګناهګار د ګناه څخه اګر که ټول عالمیان اوسي زیان نه ګوري  او د اطاعت او فرمان برداری نه یی څوک ګټه نه وړي.[1]



[1] : لمړي جلد، ۴۳ صفحی ته مراجعه وکړه.

ددری ګونو محکمو تاریخي سیر Historical tour Of triple Court System in Afghanistan

  

موضوع: د دری ګونو محکمو تاریخی سیر

  

 

سید عزت الله ولد وزیرسید

لارښود استاد پوهنوال دوکتور مصطفی (نیازی)

                                                          

سريزه

الحمد لله رب العالمین، والصلا هٔ و سلام علی سید المرسلین اما بعد فاعوذ بالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم .

 قال الله تبارک وتعالي في القرآن المجيد  (وان حکمت فاحکم بینهم بالقسط ان الله یحب المقسطین

ژباړه: او که فیصله کوې نو دعدالت په اساس یې وکړه،چې الله تعالی عدالت کوونکي خوښوي.

که چيرې مونږ د قرانکريم پورتني مبارک ايات کريمه ته متوجه شو، نو په روښانه ډول معلوميږي، چې الله تعالي مومنانو ته په عدالت سره دفیصلی کولو حکم کړی، او داسلام مبارک دین بیدون د کوم چا قوم،جنس،نژاد،او رنګ په پام کی د نه نیولو په اصل سره عمومی حکم د عدل کوی .

خو داچه انسان له یو پلوه حریس او له بله پلوه نشی کولای چه خپل احتیاجات په یواځی ځان سره سرته ورسوی اړ دی چی د ټولنی د مختلیفو طبقو سره تګ راتګ وکړی او معاملات سرته ورسوی نو همغه دی چی د نفس د غوښتنی د تاثیر لاندی راځی او د جرایمو مرتکب کیږی چی بیا ورته د جرایمو د ارتکاب په صورت کی جزاوی او اجتماعی عکس العملونه پیشبینی شوی دی .

نو همدا ده چی ضرورت پیدا کیږی چه داسی یوه اداری دی موجوده وی چه داصولو په نظر کی نیولو سره د جرم مقابل کی مویدات په مجرم باندی تطبیق کړی،تر څو له یوی خوا مجرم اصلاح او له بل پلوه ټولنه کی اجتما عی عدالت ته د عمل جامه ورواغوستل شی.

 هغه ارګان د قضا عالی ارګان دی چی په ټولو انسانی ټولنو کی شتون لری او د ټولنی داجتماعی نظم د برقرارساتلو په پار هلی ځلی کوی، چه مونږ به دا موضوع چه د عالی قدر استاد لخوا د صنفی موضوع په حیث راسپارل شوی ده په خورا ارزښتناکه شکل تر څیړنی لاندی ونیسم .

 دموضوع اهميت :

داچه نن ورځ د اکثره هیوادونو محاکماتی سیستمونه ددری ګونو پړاونو لرونکی دی (ابتدایه،استیناف،تمیز) نو دهمدی کبله ده چه داموضوع خاص اهمیت لری چه ددری ګونو محکمو اصل دکوم وخت نه  راپیل، او په ابتدایی وختونو کی یی  کوم شکل درلوده او نن ورځ یی ځانته کومه بڼه اختیار کړی ده داموضوعات د خاص اهمیت څخه برخمن دی چی په خپل دی تحقیق کی به یی انشا الله څرګند ه کړو.

دموضوع داختيار لاملونه:

داچه ولی می داموضوع انتخاب کړه ،یو خو د قدرمن استاد لخوا راته صنفی موضوع د همدی ( ددری ګونو محکمو تاریخی سیر) تر عنوان لاندی راسپارل شوی وه له بله پلوه می لازم وبلله چه ددی موضوع په مطالعی سره حد اقل لوستونکی په دی پوح شی چه ددری ګونو محکمو اصل له کوم ځایه سرچینه اخیستی ده او کوم مراحل یی طی کړی دی .

 دموضوع اهداف :

 هره ليکنه د علم په ډګر کي ځانګړي ځاي او موقف لري ،او  حد اقل په لوستلو ارزي، نو په همدي خاطر دا موضوع چي (ددری ګونو محکمو تاریخی سیر) تر سرليک لاندي ليکل شوی، دغه موضوع چي مخکي کومه خاصه او ځانکړي ليکنه نده پري شوي.

 دی موضوع کي د محکمو په رول او اهميت چي موږ په ټولنه کی ژوند کو او د ټولنيز عرف مطابق ضرورت پیدا کیږی چه د دعوی څخه دراولاړی شوی منازعی د حل په مورد سالم قضات په عدالت استواره فیصله وکړی تر څ هغه عداوت چه د طرفینو ترمنځ راولاړ شوی بیرته په ورورګلوی بدل کړای شی.

دليکنې تګلاره :

ددغې موضوع د څيړنې او وضاحت لپاره هڅه شوې ده چې د بیلابیلو علمي کتابونو، علمي ليکنو، په واقيعتونو او حقايقو باندي ولاړو منابعو، نويو علمي رسالو او څه ناڅه انترنيټي ويبپاڼوڅخه استفاده شوي وي. د موضوع په ليکنه کې دا هڅه هم شوې ده چې اړونده منابع، د موضوع منځپانګې ته په کتو سره په لمنليک (پاورقي) کې وليکل شي او همدارنګه د ليکنې په وروستۍ برخه کې ټول منابع د هغو د مؤلفينو د نومونو په اساس په شماره وار ډول هم ذکر شوي دي.

 دليکنې پلان:

دری ګونو محکمو تاریخی سیر موضوع مو په لاندی ډول تقسیم بندی کړی ده

 لمړی فصل : دمحکمو پیژندنه

-- ۱ مبحث: د دمحکمو په هکله عمومی معلومات.

لمړی مطلب: دمحکمو معنی او مفهوم.

دوهم مطلب :دمحکمو ارکان.

دریم مطلب: دمحکمو اوقضا درواوالی دلایل

--۲ مبحث:د محکمو تاریخی سیر

لمړی مطلب:د محکمو تاریخی سیر.

دوهم مطلب: په پخوانیو ادیانو کی د قضا اومحکمو ډول

دریم مطلب: دجاهلیت په زمانه کی د قضا او محکمو ډول

څلورم مطلب: د اسلام مبارک دین دظهور څخه وروسته د محکمو ډول

-- تبصره. ددری ګونو محکمو نشاط

مخکينيو ليکنوته لنډه کتنه :

د دغې موضوع په هکله مو کومه داسی لیکنه پیدا نه کړه چه په پښتو ژبه لیکل شوی وی او استفاده مو تری کړای وای اکثره لیکنی په نورو ژبو وی چه ورڅخه ګټه پورته کول راته دومره اسانه نه وو،او که شوې هم ده ناچيزه او روښانه ډول نه ده چې لوستونکي يې په اسانۍ سره ومومي او مطالعه يې کړي، او د لوستونکې اړتیاوی مکمل کړی. 

 د موضوع په هکله کليدي پوښتنې:

په دې برخه کې د موضوع په هکله ځينې پوښتنې مطرح کیږي چې، شايد درانه لوستونکي او خاصتا د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او همدارنګه د شرعياتو پوهنځي ګران محصلين به ورسره مخ شوي هم وي، ولې تر اوسه پورې به يې په ځوابولو باندی هغسی چه اړتیا ده نه به وی توانیدلی، تر څو دقيق او په تول پوره ځواب ومومي.


International Contracts in The Eye Of Isalam And International Law نړیوالی معاهدی دا سلام او نړیوالو قوانینو له انده

  د نړیوالي معاهدي تعریف او ځانګړتیاوي د نړیوالي معاهدي څخه په پراخه معنی سره هدف دا دی چې د دو یا دې نه زیاتو نړیوالو قانوني اشخاصو ترمنځ...